ato logo
Search Suggestion:

سوداګر

Last updated 29 August 2022

تاسو کولی شئ د دې مالوماتو یوه کاپي د پورټ ایبل (portable) سند په بڼه ډاونلوډ کړئ: سوداګر(PDF 374KB).This link will download a file

که تاسو سوداګر یئ، نو ۤپدې ارزي چي پوه شئ چې د کوم شي لپاره مطالبه کولی شئ.

په کار پورې د اړوند لګښتونو د کسر لپاره مطالبه کول:

  • تاسو باید پیسې پخپله مصرف کړې وي او تاسو ته بېرته جبران شوې نه وي
  • دا باید مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ولري
  • تاسو باید د ثابتولو لپاره سند ولرئ.

تاسو کولی شئ چي یوازې د کار پورې اړوند د لګښت د یوې برخې مطالبه وکړئ. تاسو نشئ کولی چې د لګښت د هرې برخې د کسر لپاره مطالبه وکړئ کوم چې مستقیم ستاسو د عاید د لاسته راوړلو سره تړاو ونلري.

تاسو کولی شئ چې د ATO app دmyDeductions وسیله وکاروئ چې د ټول کال په اوږدو کې ستاسو د لګښتونو او رسیدونو سوابق ساتي.

د موټر لګښتونه

تاسو نشئ کولی چې د کور او کار تر منځ د عادي سفرونو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ، حتی که تاسو د خپل عادي کاري ځای څخه لرې ژوند کوئ یا د عادي کاري ساعتونو څخه بهر کار کوئ - د بېلګې په توګه د اونۍ په پای کې کار.

تاسو کولی شئ چې د خپل موټر د کارولو د لګښت مطالبه هغه وخت وکړئ چې ستاسو مزل:

  • په مستقیمه توګه په هماغه ورځ د جلا جلا دندو تر منځ – د بیلګې په توګه، د بریښنایی په توګه ستاسو د لومړۍ دندې څخه دTAFE ښوونکي په توګه ستاسو دویمې دندې ته سفر کول
  • په یوه ورځ د ورته کارګمارونکي لپاره یوه کارځای ته یه له هغه څخه.

په محدودو شرایطو کې، تاسو کولی شئ چې د کور او کار تر منځ د سفرونو د لګښت مطالبه وکړئ، چېرته چي:

  • تاسو د کار ځایونه بدل کړئ (یعنی، تاسو د کار کوم ټاکلی ځای نلرئ او تاسو په دوامداره توګه د خپلې کاري ورځې په اوږدو کې له یو کاري مرکز څخه بل ته سفر کوئ)
  • تاسو د کار لپاره لوی وسایل یا تجهیزات لیږئ او لاندې ټول پلي کیږي
    • وسایل یا تجهیزات ستاسو د دندې د ترسره کولو لپاره اړین وي او له ځان سره یې یوازې د خپلې خوښې لپاره نه ګرځوئ
    • وسیلې یا تجهیزات لوی دي، پدې معنی چې د اندازې او وزن له امله دوی د لیږد لپاره ګران دي او یوازې د موټرو په کارولو سره په اسانۍ سره لیږدول کیدی شي.
    • د کار ځای کې د توکو لپاره خوندي ذخیره شتون نلري.
     

که تاسو د موټر د لګښتونو مطالبه کوئ، تاسو کولی شئ چې د خپل کسر د محاسبه کولو لپاره د لاګ بوک (logbook) طريقه یا د سېنټ پر کیلومتر طريقه وکاروئ.

که تاسو د لاګ بوک (logbook) طریقه کاروئ، تاسو باید یو اعتبار لرونکی لاګ بوک (logbook) ولرئ چې ستاسو د کار اړوند فیصدۍ کار وکړي او ورسره ستاسو د موټر د لګښتونو لیکلي شواهد هم وي.

که د سېنټ پر کېلومتر طریقه کاروئ، تاسو باید تاسو باید وښودلی شئ چې د کار اوړند کیلومترونه څنګه حسابوئ او دا چې دا کیلو مترونه د کار اړوند دي که نه.

که تاسو له دې طريقو څخه د یوې په کارولو سره د خپل کار پورې اړوند د موټر د لګښتونو مطالبه وکړئ، تاسو نشئ کولی چې د ورته موټر لپاره د مالیې د بېرته ګرځولو د کسر غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه، پټرول، خدمتونه او د بېمې لګښتونه.

که ستاسو موټر د یو ټن یا ډېرو بار وړلو ظرفیت ولري، لکه یو یوټ یا وېن ، تاسو نشئ کولی چې ستاسو د مطالبې د محاسبه کولو لپاره د سېنټ پر کیلومتر طریقه یا د لاګ بوک (logbook) طریقه وکاروئ. تاسو کولی شئ د حقیقي لګښتونو ادعا وکړئ چې تاسو یې د کار پورې اړوند د موټر کارولو لپاره اخلئ.

د سفر لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د سفر د لګښتونو غوښتنه وکړئ که د شپې ناوخته له کوره د دندې اړوندو کارونو کولو په موخه سفر وکړئ. د سفر په لګښتونه کې کېدای شي چې خواړه، استوګنځی، کرایې او د کاري سفر په وخت کې اړوند لګښتونه شامل وي.

تاسو نشئ کولی چې د کسر مطالبه وکړئ که چېرې د سفر پیسې ورکړل شوي وي، یا تاسو د خپل کار ګمارونکي یا بل کس لخوا تادیه شوي یاست.

د جامو او کالیو مینځلو لګښتونه (د بوټانو په شمول)

د یو څو استثناوو څخه پرته، جامې د کار پورې اړوند لګښت په توګه نشي کسر کیدی.

تاسو نشئ کولی چې د هغه عادې جامو د اخیستلو، کرایه کولو، ګنډلو یا پاکولو د لګښت مطالبه وکړئ چې تاسو د کار لپاره اغوستي وي، حتی که ستاسو کارګمارونکي تاسو اړ باسي چي دا واغوندئ او تاسو یوازې د کار په وخت کې دا جامې واغوندئ. ’دودیري جامې‘ هغه دي چې خلک یې هره ورځ اغوندي – د بېلګې په توګه د برمې پطلون، جینز یا د دښتې جامې.

تاسو کولی شئ چې د محافظتي جامو د پېرلو، کرایه کولو، بیا جوړولو یا پاکولو لپاره د لګښت غوښتنه وکړئ. محافظتي – جامې بېلابېلې بڼې او د کارولو ځایونه لري چې تاسو په کار کې د ټپي کېدو له ګواښونو او ناروغۍ ساتي. د مثال په توګه، د فولادو پوښ شوي بوټان، د خوندیتوب شیشې یا د اور ضد جامې.

تاسو نشئ کولی چې د کسر غوښتنه وکړئ که مو کارکوونکی لګښتونه درکوي یا تادیه کوي.

د وسایلو او تجهیزاتو لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د هغو وسایلو او تجهیزاتو د لګښت لپاره مطالبه وکړئ کوم چې تاسو د کار لپاره کاروئ، په شمول د ترمیم او بیمې (انشورنس).

په هغه صورت کې چې د وسیلې یا تجهیزاتو لګښت:

  • له $300 څخه ډېر وي - تاسو د څو کلونو په دوران کې د لګښت لپاره د کسر مطالبه کوئ (په ارزښت کې کمښت)
  • $300 یا لږ لګښت ولري (او د هغه سېټ برخه نه جوړوي چې له $300 ډالرو څخه ډېر لګښت لري) - تاسو کولی شئ چې د ټول لګښت لپاره د سمدستي کسر مطالبه وکړئ.

تاسو نشئ کولی د هغه وسایلو او تجهیزاتو چې ستاسو د ګمارونکي یا بل کس لخوا چمتو شوي وي مطالبه وکړئ.

که تاسو وسایل او تجهیزات د شخصي موخو لپاره هم کاروئ، تاسو یې یوازې د کار پورې اړونده برخه مطالبه کولی شئ.

نور لګښتونه

تاسو کولی شئ چې د کار پورې اړوند د نورو لګښتونو برخه چې ستاسو په کار پورې اړه لري مطالبه وکړئ، په شمول:

  • ستاسو د جواز، تنظیمي جواز، کارت یا تصدیق نوي کول ترڅو خپلو دندو ترسره کولو ته دوام ورکړي
  • د لمر ځد ملهم، خولۍ او عینکې که ستاسو دندې له تاسو غواړي چې د اوږدې مودې لپاره بیرون کار وکړئ
  • د تیلفون او انټرنیټ لګښتونه، د سندونو سره چې ستاسو د کار پورې اړوند استعمال ښیې
  • د اضافي وخت د خواړو لګښتونه چې تاسو یې اخلئ او خورئ کله چې تاسو د اضافي وخت کار کوئ، که ستاسو کارګمارونکي تاسو ته د صنعتي قانون لاندې د اضافي وخت خواړه تادیه کړي، د اضافي وخت لپاره انعام یا تړون او دا ستاسو د ارزونې وړ عاید کې شامل دی.

تاسو نشئ کولی چې د شخصي لګښتونو لکه د موټر چلوونکي جواز، د سندرو ګډون، جریمه یا ماشوم​پالنه.

دا یوازې یو عمومي لنډیز دی.

د نورو معلوماتو لپاره ato.gov.au/tradieته ورشئ یا د مالیې له جواز لرونکي کارپوه سره خبرې وکړئ.

QC70280